ژبه

بامیان کې مالداران او لبنیات‌پلورونکي د لبني محصولاتو د پروسس او ساتنې مرکز جوړېدو غوښتنه کوي

واحدالله جمعه زاده

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۲۳

Views: ۱۰

بامیان (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۵): بامیان کې یو شمېر مالداران او لبنیات‌بلورونکي وایي، د لبنیاتو د پروسس، ساتنې او بسته‌بندۍ برخو کې د اسانتیاوو نشتوالي د لبني محصولاتو بازار اغېزمن کړی او له حکومت او مرستندویو ادارو غوښتنه کوي چې د لبنیاتو د معیاري پروسس او ساتنې مرکز ورته جوړ کړي.

د بامیان په مرکز کې د «قرغنه‌تو» په نوم سیمه هغه ځای دی چې د دغه ولایت له بېلابېلو ولسوالیو ورته شیدې، مستې، کورت، پنیر او نور حیواني محصولات د پېر او پلور لپاره راوړل کېږي.

په دې سیمه کې مالداران او کلیوال په دودیز ډول کورت، شیدې، پیروی، پنیر، شړومبې، مستې، چکه، او کوچ تولیدوي او د ځایي سوداګرو له لارې بازار ته وړاندې کېږي.

د قرغنه‌تو سیمې یوه اوسېدونکي علاءالدین پژواک ته وویل چې په سیمه کې د لبنیاتو تولید ښه دی، خو د کال په ډېرو میاشتو کې یې بازار کمزوری وي.

دی وایي، د اخترونو پر مهال چې کورني او بهرني سیلانیان بامیان ته سفر کوي، د لبنیاتو بازار ښه کېږي، خو د کال په پاتې موده کې د دغو محصولاتو د پلور کچه راټیټېږي.

دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس او بسته‌بندۍ یو معیاري مرکز جوړ کړي، څو محصولات په ښه کیفیت پروسس، بسته‌بندي او نورو سیمو ته ولېږدول شي او په دې توګه د مالدارۍ پراختیا ته هم زمینه برابره شي.

ورته مهال، د لبنیاتو کاروباري محمدابراهیم هم وایي چې په وروستیو کې د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدو له امله د لبنیاتو بازار کمزوری شوی او د محصولاتو د ساتنې لپاره هم مناسب امکانات نشته.

هغه وویل، د سړو خونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د دوی یو شمېر لبنیات خراب شي او مالداران او سوداګر مالي زیان وویني.

دی له حکومت او نړۍوالو مرستندویه موسسو غواړي چې مالدارانو ته د لبنیاتو د معیاري تولید، پروسس او ساتنې برخو کې روزنه ورکړي او د پروسس مرکزونو او سړو خونو جوړولو ته زمینه برابره کړي.

د سیمې قومي مشر کربلایي رمضان هم د مالدارۍ د ملاتړ غوښتنه کوي او وایي، هغه لبنیات چې پر وخت بازار ته ونه رسېږي، خپل کیفیت له لاسه ورکوي او په پایله کې یې مالداران زیانمنېږي.

هغه وویل، که د لبنیاتو د ساتنې، پروسس او بازارموندنې لپاره مناسب امکانات برابر شي، د سیمې د مالدارانو اقتصادي وضعیت به هم ورسره ښه شي.

بلخوا، د بامیان د والي ویاند صبور سیغاني وایي، قرغنه‌تو او شیدان هغه سیمې دي چې د بامیان له بېلابېلو ولسوالیو ورته لبنیات راوړل کېږي او په تدریجي ډول د دغو محصولاتو د پېر او پلور پر مرکزونو بدلې شوې دي.

سیغاني پژواک ته وویل، د اغاخان بنسټ له لوري په قرغنه‌تو سیمه کې د حیواني محصولاتو د پېر او پلور لپاره یو بازار جوړ شوی، خو تر اوسه په سیمه کې د لبنیاتو د پروسس معیاري مرکز نشته.

هغه وویل، د لبنیاتو د پروسس او معیاري بسته‌بندۍ په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه اړینه ده، څو د دغو محصولاتو بازار پراخ او د پلور لپاره یې نوې لارې پیدا شي.

نوموړي زیاته کړه چې په قرغنه‌تو او شیدان سیمو کې د برېښنا کمښت هم یوه مهمه ستونزه ده چې د لبنیاتو د پروسس او ساتنې لپاره د سړو خونو جوړېدو پر وړاندې خنډ ګرځېدلې ده.

د اقتصادي چارو شنونکی استاد مسعود پښتون پژواک ته وویل، که د لبنیاتو د پروسس، سړو خونو او معیاري بسته‌بندۍ اسانتیاوې برابرې شي، نه یوازې به د مالدارانو د محصولاتو د خرابېدو مخه ونیول شي، بلکې د بامیان د لبنیاتو د بازار پراختیا او د مالدارۍ ودې ته به هم زمینه برابره شي.

نوموړی وایي، د لبنیاتو معیاري پروسس او بسته‌بندي کولای شي د دغو محصولاتو لپاره د هېواد دننه او بهر نوي بازارونه رامنځته کړي او له دې لارې د مالدارانو عواید او د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.

د یادونې ده چې کرنه او مالداري د بامیان د یو شمېر اوسېدونکو د عاید مهمې سرچینې دي او د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې خلک د کرنیزو فعالیتونو ترڅنګ د څارویو په ساتنه او د لبنیاتو په تولید هم بوخت دي.