ژبه

نیپال کې د سېلابونو د مړو شمېر ۵۷۹ ته ورسېد، نږدې دوه زره کسان بې‌درکه دي

سهراب سروری

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۵

Views: ۳۹

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د تېرې چهارشنبې د ناڅاپي سېلابونو له امله په نیپال کې د مړو شمېر ۵۷۹ کسانو ته لوړ شوی او ۱،۹۲۴ نور لا هم بې‌درکه دي؛ د چین په تبت سیمه کې هم پنځه کسان مړه او ۵۵۸ نور بې‌درکه دي.

دغه ناڅاپي سېلابونه تېره چهارشنبې د وږي په ۴مه، د نیپال او چین ترمنځ د همالیا په سرحدي سیمه کې راغلي وو او پراخ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.

اسوشیټېډ پرېس (AP) راپور ورکړی چې د ژغورنې ډلې د جمعې په ورځ هم په هغو سیمو کې د خټو او ویجاړیو ترمنځ د لټون او ژغورنې پر عملیاتو بوختې وې چې یادو سېلابونو سختې ځپلې دي.

د نیپال د طبیعي پېښو د خطر د کمولو او مدیریت ملي ادارې ویلي، په دغه هېواد کې د مړو شمېر ۵۷۹ ته لوړ شوی او د بې‌درکه کسانو شمېر ۱،۹۲۴ ته رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، په بې‌درکه کسانو کې ۵۱۷ بهرني وګړي هم شامل دي.

د نیپال چارواکي وایي، تر اوسه له ۳،۷۰۰ ډېر کسان ژغورل شوي او ۱۴،۸۲۹ امنیتي کسان د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري.

بلخوا، د چین دولتي ټلوېزیون «CCTV» ویلي چې د چین په تبت سیمه کې، چې له نیپال سره ګډه پوله لري، د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه او ۵۵۸ نور بې‌درکه دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي، ۹۶ هندي وګړي چې د چین په اړخ کې بند پاتې وو، د ځمکې له لارې نیپال ته اوښتي خو له ۳۲۰ هندي وګړو سره لا هم اړیکه نه ده ټینګه شوې.دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون اټکل کړی چې لږ تر لږه ۹۳ زره کسان له دغې پېښې اغېزمن شوي او جدي مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، ۱۸ ښوونځي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۰ نور زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، شپږ روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي او اته روغتیایي کارکوونکي بې‌درکه دي.

د سېلاب د لامل په اړه لومړنۍ څېړنې ښيي چې ښایي د نیپال په لوړو غرنیو سیمو کې د یوه لوی یخچال د یوې برخې راپرېوتل د پېښې د رامنځته کېدو سبب شوي وي.

ساینسپوهانو ویلي، امکان لري راپرېوتي یخ او ډبرو د سیند لاره لنډمهاله بنده کړې وي او وروسته د راټولو شویو اوبو په ناڅاپي خوشې کېدو سره سخت سېلاب رامنځته شوی وي.

د امریکا جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، د چهارشنبې په ورځ یې د یخچال داسې ښویېدنه ثبت کړې چې د زلزله‌سنجونو له مخې یې شدت د ۵،۲ درجې زلزلې په کچه ثبت شوی و.

ساینسپوهان وایي، لا وختي ده چې دغه ځانګړې پېښه په مستقیم ډول له اقلیمي بدلون سره وتړل شي، خو د ځمکې د تودوخې له زیاتېدو سره په همالیا کې د یخچالونو د ماتېدو او ناڅاپي سېلابونو خطر مخ په ډېرېدو دی.

چارواکو هغو خلکو ته چې لا هم د سېلابونو له خطر سره مخ سیمو کې دي، سپارښتنه کړې چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي، ځکه د نورو سېلابونو احتمال هم شته.