منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د واده مراسمو د ګډونوالو لېږدوونکي یوه بس چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پېښه پنجشنبه د «کوهلو – دېره غازي خان» پر لویه لار شوې ده.

د راپور له مخې، بس له «راخني» سیمې د کوهلو پر لور روان و او د واده مراسمو ګډونوال یې لېږدول چې د کوهلو ولسوالۍ په «لاسازای» سیمه کې چپه شو.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې بس د ډېرو کسانو لېږدولو له امله چپه شوی او په پېښه کې له ۴۰ ډېر کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

پولیسو او ژغورونکو ټپیان د کوهلو ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدولي، خو یوه ښځه او یو ماشوم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې مړه شوي دي.

پولیسو ویلي چې د ۲۵ ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره د دېره غازي خان روغتون ته لېږدول شوي دي.