د بلوچستان پښین کې د پولیسو یوه پوسته پر بمونو الوځول شوې ده
د راپورونو له مخې، د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې د پولیسو يوه پوسته د وسلهوالو له لوري پر بمونو الوځول شوې ده. د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې وسلهوال په…
د راپورونو له مخې، د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې د پولیسو يوه پوسته د وسلهوالو له لوري پر بمونو الوځول شوې ده. د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې وسلهوال په…
په بلوچستان کې د ګاز لېږدوونکي یوه موټر او یوه شخصي موټر د ټکر له امله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړيمړه شوي دي.
د پاکستان رسنۍ وایي چې د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید کې نهه پولیس وژل شوي او پنځه نور وسلهوالو له ځان سره بیولي دي. جیو نیوز راپور ورکړی چې دغه…
د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ اړوند د داناسر په غرنۍ سیمه کې درې ته د یوه مسافر وړونکي بس لوېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.
بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه افغانان چې ویل کېږي په غیرقانوني ډول ایران ته روان وو، ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې…
د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د بلوچستان په خاران ولسوالۍ کې یوې وسلهوالې ډلې د پولیسو پر یوه مرکز او دوو بانکونو برید کړی، درې میلیونه او څلور سوه زره پاکستانۍ روپۍ یې له…
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان کې د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر شخړه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي، تېره شپه بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو له دوو مسافروړونکو موټرو نهه مسافر تښتولي او وژلي یې دي.
د بلوچستان په خضدار ولسوالي کې د ښوونځي د زدهکوونکو پر یوه بس موټر ځانمرګی برید شوی چې د درېیو ماشومانو په ګډون پهکې پنځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د تېلو د ټانکر چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کوېټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور پاکستاني پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان دي.
نن سهار د بلوچستان نوشکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان یو برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او د لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان اړوند په بارکهان سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو اووه کسان له یوه مسافروړونکي بس څخه راکوز کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
راپورونه وايي چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې په دوو جلا پېښو کې ۲۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوچستان مرکز کوېټې ښار ته نږدې د ډبرو سکرو له نړېدلي کان څخه تر اوسه د یوولسو کسانو مړي را ایستل شوي او د پاتې یوه کس موندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د راپورونو له مخې، د ایران د بلوچستان او سيستان د سراوان ولسوالۍ په سیرکان سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې د دغه هېواد پنځه سرتېري وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د یوې چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې وسلهوالو د بلوچستان ایالت په پنجګور او موسیخېلو سیمو کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه اووه کارګر وژلي او ۲۰ نور یې تښتولي دي.