کابل (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د تېلو د ټانکر چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه پېښه پرون د بلوچستان په نوشکي ضلع سیمه کې شوې ده.
پولیسو ویلي، په یاده سیمه کې د ولډينګ پر مهال د تېلو يوه ټانکر اور واخيست چې سمدستي وروسته موټروان د احتمالي خطر مخنيوي لپاره هغه ټانکر هوارې سيمې ته ورساوه.
د پوليسو په وينا، پر دې مهال يو شمېر کسان راغونډ شول، کله چې د اور وژونکې ادارې کارکوونکي د اور په مړه کولو بوخت وو نو ټانکر وچاودېد او ۷۰ کسان یې ټپیان کړل.
راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې د ټانکر ډریور د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP