کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د بلوچستان په خضدار ولسوالي کې د ښوونځي د زدهکوونکو پر یوه بس موټر برید شوی چې د درېیو ماشومانو په ګډون پهکې پنځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.
د پاکستان ډان نیوز نن په یوه راپور کې لیکلي، د بلوجستان خضدار ولسوالۍ کې نن سهار د ښوونځي د زدهکوونکو پر یوه بس موټر چاودنه شوې چې د درېیو ماشومانو په ګډون پهکې پنځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې د سیمهییزو مسوولینو له قوله خبر ورکړی چې دغه چاودنه «د یوه ځانمرګي بریدګر» له خوا شوې ده.
د چارواکو په خبره، د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او په خبره یې، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه کې یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
بلخوا، اسوشیټېډ پرېس د سیمې د مرستیال کمېشنر یاسر اقبال له قوله لیکلي، برید هغه مهال شوی چې یاد بس د پوځ تر ادارې لاندې د یوه ښوونځي زدهکوونکي لېږدول.
چارواکو ویلي، ممکن د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP