Language

بلوچستان کې چاودنې ۱۹ پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د چاودنې له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان دي.

د مشال راډيو د راپور له مخې، دغه چاودنه نن سهار د بلوچستان ایالت د مستونګ له کنډ مسوري سيمې سره نږدې پر دشت سړک د پولیسو پر یوه بس موټر شوې ده.

راپور کې راغلي، په دغه بس موټر کې سپاره پولیس دندې روان وو چې پر سړک کې ښخ شوي ماین چاودنه پرې کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې درې پاکستاني پولیس وژل شوي او لږ تر لږه ۱۶ نور ټپيان دي.

د یادې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.