کابل (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کوېټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور پاکستاني پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې یاده چاودنه تېره ورځ د بلوچستان ایالت مرکز کوېټې په مارګېټ سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي، د دې چاودنې له امله څلور پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینې په حواله، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وژل شوو پوځيانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP