کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، وسلهوالو په بلوچستان کې پر یوه رېلګاډي برید کړی، شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او لسګونه مسافر یې «یرغمل» نیولي دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه رېل ګاډی له کوټې څخه پېښو ښار ته روان و.

راپور کې راغلي چې تر برید وروسته، سیمې ته امنيتي ځواکونه او مرستندويه ګاډي روان شوي دي.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او تر ۱۰۰ کسانو یې یرغمل نیولي دي.

د راپور له مخې، د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، «بلوچ لیبریشن ارمي» د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې د بلوچستان د بولان په ډهاډر سیمه کې یې د پټلۍ تر الوځولو وروسته، په اورګاډي کې د امنيتي ادارو تر ۱۰۰ ډېر کسان یرغمل کړي او ولسي وګړي یې خوشې کړي دي.