Language

بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ د دوو افغانانو په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۸ حمل ۱۴۰۵): بلوچستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه افغانان چې ویل کېږي په غیرقانوني ډول ایران ته روان وو، ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د ریکوډیک پروژې پر سړک د درېيو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې ټول درې کسان چې دوه یې افغانان وو، مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره، د ټپیانو په ډله کې افغان ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د ایران پولې پر لور روان وو او ویل کېږي غوښتل یې له غیرقانوني لارې دغه هېواد ته داخل شي.

راپور کاږي چې د ټپیانو له ډلې پنځه کسان سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.