کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): نن سهار د بلوچستان نوشکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټریز کاروان یو برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
پاکستانی رسنۍ اج نیوز نن په یوه راپور کې ویلي، د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د اېفسي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې پنځه پوځیان پهکې وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي.
سرچینې د چارواکو له قوله لیکلي چې دا “یو ځانمرګی” برید و.
ورته مهال، د پاکستان بلې رسنۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړي چې نن یکشنبه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د اېفسي ځواکونو د موټرو کاروان ته نږدې چاودنه شوې چې د پاکستان پنځه سرحدي ځواکونه پهکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ښايي د یادې پېښې د وژل شوو او ټپيانو په شمېر کې ډېروالی راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP