منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د بلوچستان پښین کې د پولیسو یوه پوسته پر بمونو الوځول شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې د پولیسو يوه پوسته د وسله‌والو له لوري پر بمونو الوځول شوې ده.

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې وسله‌وال په موټرو کې د سرانان بازار ته ننوتل او هلته يې د پولیسو پوسته کلابنده کړه.

د رسمي سرچینو په وینا، وسله‌وال د پوستې ودانۍ ته ننوتل، یو شمېر پولیس یې د څه مودې لپاره له ځان سره وساتل او په ودانۍ کې یې موجود رسمي اسناد هم وکتل.

ډان لیکلي چې وسله‌والو د پوستې پولیس بې‌وسلې کړل، وسلې او د پولیسو یو موټر یې له ځان سره یووړل او وروسته یې د پوستې ودانۍ په چاودېدونکو توکو ویجاړه کړه.

له پېښې وروسته د امنیت د ټینګښت لپاره پولیس سیمې ته استول شوي او د وسله‌والو د پېژندلو او نیولو په موخه د لټون عملیات پیل شوي دي.