ژبه

بلوچستان کې ۲۰ پاکستانی پولیس تښتول شوي

احمد صهيب حسرت

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۷

۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په بلوچستان ایالت کې ناپېژاندو کسانو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي؛ مسوولینو ويلي چې د راخوشي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د اېکسپرېس اردو ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نن د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې ده چې تښتول شوي پولیس د بلوچستان د رخشان سیمې اوسېدونکي دي او په کلات کې یې د پولیسو په مرکز کې روزنه لیده.

پولیسو ویلي، یاد کسان په یوه شخصي مسافروړونکي موټر کې په رخصتۍ خپلو کورونو ته روان وو چې د کلات ولسوالۍ په مربوطاتو کې تښتول شوي دي.

هغوی زیاته کړې چې تښتول شوي پولیس لومړی مستونګ ولسوالۍ او بیا نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.

د بلوچستان امنیتي مسوولینو ویلي چې د تښتول شوو پولیسو د ساتلو ځای معلومولو او د هغوی د راخوشي کولو هڅې روانې دي.

تر اوسه د دې پېښې د عاملینو هویت نه دی څرګند او کومې ډلې یې مسوولیت هم نه دی منلی.