ژبه

د پاکستان په بلوچستان کې د ماین چاودنه؛ درې وروڼه وژل شوي

احمد صهیب حسرت

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۵

Views: ۱۵

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله درې وروڼه وژل شوي او د هغوی یو خپلوان ټپي شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د بلوچستان په دوکۍ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د دوکۍ د پولیسو لوړپوړي چارواکي منصور احمد ویلي، یو پیک‌اپ موټر د «بختیرخان» سیمې ته څېرمه له یوه خوړ څخه د تېرېدو په حال کې و چې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد.

د هغه په خبره، درې وروڼه له خپل یوه خپلوان سره په دغه موټر کې خپلو کرنیزو ځمکو ته روان وو چې د چاودنې ښکار شول؛ درې واړه وروڼه د پېښې په ځای کې مړه او څلورم کس ټپي شو. د هغوی موټر هم په چاودنه کې ویجاړ شوی دی.

پولیسو ویلي، چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو له خوا ځای پر ځای شوي وو او له لرې کنټرولېدل.

پولیس وایي، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي، خو تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.