ژبه

پر غزه د اسرائیلو په بریدونو کې څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

AFP

خواجه نصیراحمد صدیقی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۹

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د غزې تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه څلورو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي؛ په ورته وخت کې د الاقصی شهیدانو روغتون په انګړ کې د طبي وسایلو یوه زېرمه هم په نښه شوې ده.

الجزیرې راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ یوې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې د غزې ښار په تل‌الهوا سیمه کې یو برېښنايي بایسکل په نښه کړ چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپیان شول.

د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سوېل خان‌یونس کې پر یوې ډلې فلسطینیانو په جلا برید کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څو نور ټپیان شوي چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د راپور له مخې، یوه بل فلسطیني د دیرالبلح ختیځ ته په «المصدر» کلي کې د اسرائیلي په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ورته وخت کې، د غزې تړانګې په مرکزي برخه، دیرالبلح ښار کې د الاقصی شهیدانو روغتون رئیس ویلي، یوې اسرائیلي بې‌پیلوټه الوتکې د دغه روغتون په انګړ کې هغه خېمه په نښه کړې چې د طبي وسایلو د زېرمتون په توګه ترې کار اخیستل کېده؛ په دې برید کې درې کسان ټپیان شوي دي.

د بې‌پولې ډاکترانو سازمان د دغه برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې روغتیايي مرکزونه او کارکوونکي یې باید خوندي وي او د روغتیايي مرکزونو بې‌پرې‌والي ته درناوی وشي.