کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي وایي، پوځ ته یې لارښوونه کړې چې د روسیې پر ضد د اوږدواټنه ډرونونو ورځني بریدونه له شاوخوا ۳۰۰ څخه لږ تر لږه ۱۰۰۰ ته لوړ کړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، زلېنسکي د جمعې په ماښامنۍ وینا کې د دغو بریدونو په اړه ویلي: «باید نور هم ډېر شي؛ یو مشخص هدف شته او موږ به دا دنده ترسره کړو.»
د زلېنسکي په وینا، د اوکراین پوځ د روسیې په یاروسلاول سیمه کې، چې د جګړې له لومړۍ کرښې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري، د تېلو پر یوه تصفیهخانه برید کړی دی.
هغه ادعا کړې چې د روسیې پر پوځي تولیداتو او د تېلو پر تاسیساتو د اوکراین بریدونو د مسکو د سونتوکو پر اکمالاتو او صادراتي عوایدو فشار زیات کړی دی.
مسکو تر اوسه د زلېنسکي د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د روسیې دفاع وزارت مخکې ویلي چې د اګست د ۲۸مې شپې پر مهال یې ۵۱۲ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي، کییف د مسکو غوښتنې پېژني، خو د ده په وینا، نه غواړي شخړه په سولهییزه توګه حل کړي؛ له همدې امله روسیه خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.