ژبه

امریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ایستلي دي

احمد صهیب حسرت

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۵

Views: ۱۹

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د امریکا حکومت لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته اخراج کړي چې په هغوی کې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر اتباع شامل دي.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایستلو شوو کډوالو لېږدوونکې الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، دا د جون میاشتې راهیسې له امریکا څخه مرکزي افریقا جمهوریت ته د کډوالو د ایستلو دویمه الوتنه وه.

د بشري حقونو لومړیتوب سازمان (Human Rights First) د کډوالو او پناه‌غوښتونکو د پالیسۍ او حقونو برخې مسوول ساوي آروي ویلي چې په دې الوتنه کې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او یو شمېر د نیپال او نیکاراګوا اتباع وو.

د راپور له مخې، په ایستل شوو کسانو کې یو داسې افغان هم شامل دی چې د کورنۍ غړو یې پخوا له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د دغه افغان وکیلې، آلما ډېوېډ، ویلي چې یوه امریکایي قاضي افغانستان ته د هغه د بېرته ستنېدو په صورت کې د امنیتي اندېښنو له امله نوموړي ته افغانستان ته له شړلو مصونیت ورکړی و.

د هغې په وینا، د دغه افغان یو ورور اوس په امریکا کې ژوند کوي او د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو مخکې یې د افغانستان په پخواني پوځ کې دنده ترسره کړې او له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په بهر کې مېشت افغانان کولای شي په ډاډه زړه هېواد ته راستانه شي.

اسوشیټیډ پرېس د کډوالو د حقونو د مدافعینو له قوله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو هوکړو په چوکاټ کې چې ځینې یې محرمې وې، زرګونه کسان داسې هېوادونو ته ایستلي چې د هغوی اصلي هېوادونه نه وو.