ژبه

غزني کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

واحدالله جمعه زاده

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲:۵۰

Views: ۱۳

غزني‌ښار ( پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزه‌وهونکو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې؛ په دې سیالیو کې غزني، خوست او پکتیکا د درېیو بېلابېلو برخو لومړي مقامونه خپل کړل.

دغه سیالۍ د غزني ولایت په کوربه‌توب د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان‌وردګو او زابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ د میري بازار سیمه کې ترسره شوې.

د سیالیو تنظیموونکي وايي، ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزه‌وهونکو په سینګل نېزه، لاین نېزه او سیکشن نېزه‌وهنه کې سیالۍ وکړې.

د افغانستان د نیزه‌وهنې او بزکشۍ فدراسیون ريیس غلام‌سرور جلال وايي، دغه ټورنمنټ د اړوند فدراسیون او د المپیک ادارې په همغږۍ، د اندړو ولسوالۍ د ځوانانو، قومي مشرانو او سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ شوی و.

نوموړي وویل، نیزه‌وهنه د افغانانو له پخوانیو دودیزو لوبو ده او د داسې سیالیو له لارې هڅه کېږي چې تکړه ورزشکاران وپېژندل شي او د کورنیو او نړۍوالو سیالیو لپاره چمتو شي.

جلال وايي، افغانستان په دې وروستیو کې د نیزه‌وهنې په نړۍوالو سیالیو کې هم ګډون کړی او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې افغان ورزشکاران نورو هېوادونو ته د سیالیو لپاره ولېږل شي.

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې د افغانستان د نیزه‌وهنې لیګ هم د لېندۍ میاشتې په ۱۵مه پیل شي، چې د نوموړي په وینا، د هېواد د جنوبي ولایتونو لوبغاړي به د نیزه‌وهنې او د شمال ولایتونه به د بزکشۍ په برخه کې پکې ګډون وکړي.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد وايي، د دغو سیالیو موخه د ولایتونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا، د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همکارۍ رامنځته کول او په غزني کې د نیزه‌وهنې پراختیا ده.

نوموړي وویل، په سینګل نيزه کې غزني لومړی، خوست دویم او پکتیکا درېیم مقامونه ترلاسه کړل. او په وینا چې په لاین نیزه کې خوست لومړی، غزني دویم او پکتیکا درېیم مقامونه خپل کړل. همدارنګه په سیکشن نيزه‌وهنه کې پکتیکا لومړی، پکتیا دویم او غزني درېیم مقامونه وګټل.

ورته مهال، نیزه‌وهونکي خوښ دي او وایي چې د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د داسې سیالیو جوړېدل د دوی لپاره د تجربې ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو لوړولو ښه فرصت دی.

د پکتیکا نیزه‌وهونکی حاجي نیازمحمد وايي، له بېلابېلو ولایتونو سره ګډې سیالۍ ورزشکارانو ته د تجربې ترلاسه کولو او د خپلو وړتیاوو لوړولو ښه فرصت برابروي.

نوموړي وویل، خوښ دی چې دغه ډول سیالۍ ترسره کېږي او هیله لري چې په راتلونکي کې یې لړۍ پراخه شي او ځوانان دې دودیزې لوبې ته وهڅول شي.

د غزني دوه نیزه‌وهونکي حضرت‌الله ریحان او نیک‌محمد، هم وايي چې نیزه‌وهنه د افغانانو له پخوانیو دودیزو لوبو څخه ده.

دوی غوښتنه کوي چې د دې لوبې لپاره مناسب میدانونه جوړ او د نیزه‌وهنې اړوند ځینې دودیزې برخې هم لا پراخې شي.

د سیالیو په پای کې د نیزه‌وهنې فدراسیون او د ټورنمنټ د مسوولینو له‌خوا د هرې برخې لومړي مقام ګټونکو ته سیونټي موټرسایکلونه او نغدي جایزې او دویم او درېیم مقام‌ګټونکو ته کپونه ورکړل شول.

د یادونې ده، نیزه‌وهنه د افغانستان له پخوانیو دودیزو لوبو ګڼل کېږي چې د اسونو له ځغلولو سره تړاو لري او لا هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورزش او دودیز کلتور په توګه ترسره کېږي.