ژبه

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ په لارک ټاپو او اردن کې هدفونه وویشتل شول

احمد صهیب حسرت

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۵

Views: ۲۴

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، امریکایي ځواکونو د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو دوه توغوونکي په نښه کړي؛ د ایران سپاه پاسداران هم اعلان کړی چې په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا دوې پوځي اډې ویشتلې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې امریکایي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو دوه توغوونکي په نښه کړي دي. دا د جولای میاشتې له وروستیو راهیسې پر ایران د امریکا لومړی تایید شوی برید بلل کېږي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو چمتووالی نیوه چې د سمندري ماینونو لرونکي راکټونه د هرمز تنګي پر لور وتوغوي. د هغه په وینا، امریکایي ځواکونو له همدې امله یاد دوه توغوونکي په نښه کړل.

د ایران سپاه پاسداران ویلي، د امریکا په برید کې یو شمېر پوځي کسان او ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

له دغه برید څو ساعته وروسته، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د لارک ټاپو پر هدفونو د امریکا د برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا د «ملک حسین» او «الازرق» پوځي اډې په بالستیک توغندیو ویشتلې دي.

ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د دغه برید راپور ورکړی دی.

اردن ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو اته توغندي، چې د اردن هوايي حریم ته ننوتلي وو، شنډ کړي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې په دواړو اډو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د تهران او واشنګټن ترمنځ د مستقیمو بریدونو بیا پیلېدل له څو اوونیو ځنډ وروسته رامنځته کېږي او دا د جولای له وروستیو راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د پوځي بریدونو د تبادلې لومړۍ نوې لړۍ ده.