ژبه

غزني کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال د بازار غوښتنه کوي

واحداالله جمعه‌زاده

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۵۴

Views: ۳

غزني‌ښار (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): غزني کې سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه زیات شوي، خو بڼوال وايي، که مناسب بازار ورته پیدا نه شي، زیان ویني او هغه کړي لګښتونه هم نه پوره کوي.

بڼوال زیاتوي، په تېرو کلونو کې بارانونو، نباتي ناروغیو او طبیعي افتونو د دوی حاصلات زیانمنول، خو سږ کال د مناسبې هوا له امله دغه ستونزې کمې وې او تاکونو ښه حاصل ورکړی دی.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ یو بڼوال حاجي عنایت وايي، تېر کال یې له شاوخوا زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړي وو، خو سږ کال یې حاصلات نږدې درې برابره شوي دي.

هغه پژواک ته وویل: «تېر کال مې له زرو تاکونو یونیم زر منه انګور ترلاسه کړل، خو سږ کال نږدې درې برابره زیات شوي او کېدای شي له څلور تر څلورنیم زره منه انګور ترلاسه کړم.»

عنایت وايي، د باغونو پر جوړولو او پالنه یې ډېر لګښت کړی، خو د بازار د کمزورتیا له امله اندېښنه لري چې خپل لګښتونه به هم پوره نه کړای شي.

د هغه په خبره، تېر کال سوداګرو د انګورو یو من په شاوخوا ۱۷۰ افغانۍ اخیست، خو سږ کال یې ان د ښه کیفیت انګور په ۷۰ افغانیو هم په اسانه نه پلورل کېږي.

د سیمې یو بل بڼوال محمدانور وايي، سږ کال یې د انګورو حاصلات «فوق‌العاده» دي، خو د مناسب بازار نشتوالي اندېښمن کړی دی.

هغه وايي، په سیمه کې یې ممیزخونې شته، خو ډېری یې معیاري نه دي او د محصولاتو ساتنې لپاره کافي امکانات نه لري.

بل بڼوال نصیب‌الله وايي، په تېرو کلونو کې به د حاصلاتو پر مهال ګڼ شمېر سوداګر سیمې ته ورتلل او باغونه به یې په قرارداد نیول، خو سږ کال تر اوسه د پام وړ سوداګر سیمې ته نه دي ورغلي.

هغه وویل: «زه وېرېږم چې انګور مې خراب نه شي، نو سر له اوسه مې مزدوران ورته نیولي او په دښته کې مې د انګورو وچولو تابیا نیولې ده.»

نوموړي له حکومت او سوداګرو وغوښتل چې د غزني انګورو ته په کور دننه او بهر کې بازار پیدا کړي، د صادراتو زمینه ورته برابره او د محصولاتو د ساتنې لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي.

دوی له پاکستان سره د سوداګرۍ دوام او د دغه هېواد د سرحدونو پرانیستي پاتې کېدل هم مهم بولي. د دوی په خبره، پاکستان د افغانستان د تازه او وچو مېوو له مهمو بازارونو څخه دی او د سرحدونو تړل کېدل د حاصلاتو پر بیو او پلور اغېز کوي.

د غزني د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات شاوخوا ۵۰۰ زره مټریک ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کرنې ریاست ویاند قاري ذکریا هوتک پژواک ته وویل، تېر کال په غزني کې د انګورو حاصلات شاوخوا ۴۵۴ زره مټریک ټنه اټکل شوي وو او سږ کال تر اوسه په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې ښايي دا کچه نوره هم لوړه شي.

هوتک وايي، که څه هم کله ناکله د هېواد په سرحدونو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي، خو دوی هڅه کوي چې د غزني د انګورو او نورو کرنیزو محصولاتو لپاره بازار پیدا او د ساتنې په موخه د سړو خونو جوړېدو زمینه برابره کړي.

اقتصادي کارپوه محمدفاروق بویا وايي، حکومت باید په هېواد کې د معیاري سړو خونو جوړولو ترڅنګ د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره په سیمه، اسیا او اروپا کې نوي بازارونه پیدا کړي.

د هغه په خبره، د صادراتو د بازارونو تنوع به د افغانستان کرنیز محصولات له یوه هېواد او یوه سوداګریز مسیر سره له تړل کېدو وژغوري او پر پاکستاني بازارونو به اتکا هم راکمه کړي.

غزني د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د انګورو ګڼ باغونه لري او هر کال په پراخه کچه تازه انګور او ممیز تولیدوي.