کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له بحرین سره خپله درېیمه لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه نن یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې لس بجې په بحرین کې ترسره کېږي.
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه اردن ته او دویمه لوبه یې تاجکستان ته بایللې دي.