غزنيښار (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د سوېللوېدیځ زون د بوکسینګ دویم پړاو درېورځنۍ سیالۍ د اوو ولایتونو د ۵۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په پایله کې یې غزني لومړی او میدانوردګو دویم مقامونه خپل کړل.
په دغو سیالیو کې د غزني ترڅنګ د میدانوردګو، لوګر، بامیان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو غوره بوکسرانو ګډون کړی و چې د ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې یې سیالۍ وکړې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت د المپیک امر بلال مجاهد پژواک ته وايي، د زون په کچه د ورته سیالیو ترسره کول ورزشکارانو ته د خپلو وړتیاوو لوړولو او له نورو لوبغاړو د تجربو ترلاسه کولو زمینه برابروي.
هغه وویل: «زموږ هڅه دا ده چې ورزشکارانو ته د سیالۍ او خپل استعداد د څرګندولو زمینه برابره کړو. دا ډول زونیزې سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو په تبادله او د غوره څېرو په پېژندلو کې مهمې دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د سیالیو په پایلوبه کې د غزني او میدانوردګو لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې غزني لومړی او میدانوردګو دویم مقامونه ترلاسه کړل.
په همدې حال کې، د بوکسینګ ملي فدراسیون فني مرستیال حاجي هدایتالله مومند وايي، د دغو سیالیو له لارې یو شمېر غوره او بااستعداده ورزشکاران وپېژندل شول.
نوموړي وویل چې د ورته سیالیو دوام به د ورزشکارانو ترمنځ د همکارۍ، دوستۍ او ورزشي اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او په راتلونکي کې به د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.
ورزشکاران هم د دغو سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او وايي، د سیالیو لپاره یې له مخکې ښه چمتووالی نیولی و.
د غزني بوکسر محمدحیدر عمري وویل: «له نورو ولایتونو سره سیالي زموږ لپاره ښه تجربه وه. له خپلو سیالانو مو هم زده کړه وکړه او هڅه کوو چې په راتلونکو سیالیو کې لا پیاوړي شو.»
د میدانوردګو ورزشکار ذکيمحمد هم وویل چې د سیالیو لپاره یې ښه چمتووالی نیولی و او هڅه یې وکړه چې د تمرین پر مهال زده کړې په میدان کې عملي کړي.
ده وویل: «د خپل ولایت لپاره مو ښه مقام ترلاسه کړ.»
د دې سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران او لوبډلې وستایل شوې.