ژبه

کوپرنیکوس: د ۲۰۲۶ کال اګست په نړۍ کې تر ټولو ګرم ثبت شوی اګست و

نقشۀ تغییرات درجۀ حرارت سطح هوا در جهان در آگست ۲۰۲۶. منبع: C3S/ECMWF

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۸

Views: ۹

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د اروپايي ټولنې د کوپرنیکوس د اقلیمي بدلون څانګې نن اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال اګست په نړۍ کې تر ټولو ګرم ثبت شوی اګست و او د نړیوالې منځنۍ تودوخې له پلوه د ۲۰۲۳ کال له جولای سره نږدې په یوه کچه، د ثبت له پیله تر ټولو ګرمه میاشت وه.

کوپرنیکوس نن (پنجشنبه، د سپټمبر ۱۰مه) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د اګست په میاشت کې د نړۍ په کچه د ځمکې د سطحې د هوا منځنۍ تودوخه ۱۶.۹۶ درجې سانتي‌ګراد وه چې د ۱۹۹۱ تر ۲۰۲۰ کلونو د همدې میاشتې له منځنۍ کچې ۰.۸۵ درجې لوړه ده.

د راپور له مخې، د اګست په میاشت کې د نړۍ منځنۍ تودوخه له صنعتي کېدو مخکې دورې (۱۸۵۰ تر ۱۹۰۰) له منځنۍ کچې ۱.۶۵ درجې سانتي‌ګراد لوړه وه او دا د ۲۰۲۵ کال له نومبر راهیسې لومړی ځل دی چې د یوې میاشتې نړیواله منځنۍ تودوخه له صنعتي کېدو مخکې دورې له کچې څه باندې ۱.۵ درجې سانتي‌ګراد لوړه ثبتېږي.

کوپرنیکوس ویلي چې د سږ کال اګست د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو له اګست میاشتو هم ګرم و او د نړیوالې منځنۍ تودوخې له پلوه نږدې د ۲۰۲۳ کال له جولای سره برابر و چې تر اوسه تر ټولو ګرمه ثبت شوې میاشت ده.

کوپرنیکوس د اروپايي ټولنې د ځمکې د څارنې پروګرام دی او د اقلیمي بدلون څانګه یې (C3S) د نړۍ د اقلیم د تېر، اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه معلومات او ارزونې وړاندې کوي. دغه څانګه د اروپايي ټولنې په استازیتوب د منځنۍ مودې د هوا وړاندوینو اروپايي مرکز (ECMWF) له خوا پرمخ وړل کېږي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې له قطبي سیمو بهر د سمندرونو د اوبو د سطحې منځنۍ تودوخه هم د اګست په میاشت کې ۲۱.۰۷ درجې سانتي‌ګراد ته رسېدلې چې د دې میاشتې لپاره تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جون تر اګست پورې درې‌میاشتنۍ موده هم د ۲۰۲۴ کال له همدې مودې سره یوځای، په نړیواله کچه تر ټولو ګرمه ثبت شوې درې‌میاشتنۍ دوره ده.