ژبه

د سعودي عربستان پر څو ښارونو د حوثیانو بریدونو ۷۳ کسان ټپیان کړي

نمایی از شهر ابها در جنوب عربستان سعودی؛ یکی از شهرهایی که بر بنیاد گزارش مقام‌های سعودی هدف حملات امروز قرار گرفته است. – عکس آرشیفی/Wikimedia Commons

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۵۰

Views: ۸

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د دغه هېواد پر څو ښارونو د حوثیانو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د سعودي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې حوثیانو نن سهار د سعودي عربستان په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو کې پر ملکي او اقتصادي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف ویاند ترکی المالکي ویلي، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۳ ملکي کسان ټپیان شوي دي.

هغه دغه بریدونه د تاوتریخوالي خطرناکه پراختیا بللې او ویلي یې دي چې ائتلاف به د حوثیانو پر وړاندې اړین عملیاتي اقدامات وکړي.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، حوثیانو د یاد راپور تر خپرېدو پورې د دغو بریدونو مسوولیت په رسمي ډول نه و منلی، خو ویلي یې وو چې د سعودي عربستان په خاوره کې به د «پراخو پوځي عملیاتو» په اړه جزییات خپاره کړي.

بلخوا بیا د حوثیانو د رسنیز دفتر مرستیال نصرالدین عامر ویلي چې د یمن پر خلکو بریدونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې په یمن کې د حوثیانو او د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او اوربند مات شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د یمن په لوېدیځ ساحل او یو شمېر نورو جبهو کې نښتې روانې دي او د دغه هېواد حکومتي ځواکونو ویلي چې په حدیده، تعز او بیضاء ولایتونو کې یې پرمختګونه کړي دي.

 رویټرز هم راپور ورکړی چې نن په ابها، خمیس مشیط، جازان او نجران ښارونو کې بریدونه شوي او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف ویلي چې دغو بریدونو ته به پرېکنده ځواب ورکړي.