ژبه

د نړۍ بازارونو کې د تېلو بیې پرله‌پسې درېیمه ورځ ټیټې شوې دي

ویدا قلندري

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۴

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د سعودي عربستان د تېلو د عرضې په اړه د اندېښنو له کمېدو سره، پرله‌پسې درېیمه ورځ ټیټې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د ګرینویچ پر وخت د سهار درې بجې او ۱۹ دقیقې د برنټ خام تېلو بیه د ۷۹ سېنټه یا ۰،۷۵ سلنه په کمېدو سره ۱۰۴ ډالرو ته راټیټه شوې او هر بېرل په همدې بیه پلورل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې د امریکا د خامو تېلو (وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ) بیه هم د ۷۰ سېنټه یا ۰،۶۹ سلنه په کمېدو سره ۱۰۱،۲۰ ډالرو ته رسېدلې ده. دواړو شاخصونو د پنجشنبې په ورځ هم شاوخوا یو سلنه کموالی ثبت کړی و.
د راپور له مخې، برنټ تېل په تېرو درېیو اونیو کې د لومړي ځل لپاره د اونیز کموالي پر لور روان دي او تر اوسه یې بیه ۰،۵ سلنه راټیټه شوې؛ خو د امریکا د خامو تېلو بیه په همدې موده کې ۱،۲ سلنه لوړه شوې ده.
سره له دې چې د سعودي عربستان او د یمن حوثیانو ترمنځ د دواړو هېوادونو په پوله کې بریدونه دوام لري، بازارونو تر ډېره د تېلو د عرضې پر وړاندې د نوو ګواښونو په اړه اندېښنې له پامه غورځولې دي.
رویټرز لیکلي چې د روانې اونۍ په پیل کې، وروسته له هغه چې راپورونه خپاره شول چې د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عربستان د ینبع د صادراتي مرکز له لارې د خام تېلو بارول درول شوي او اروپا ته د دغه هېواد د تېلو یو شمېر محمولې لغوه شوې دي، د تېلو بیه د تېرو څلورو میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته نږدې شوې وه.
دغه پېښې وروسته له هغه رامنځته شوې چې د تېرې اونۍ په برید کې د سعودي عربستان «ختیځ ـ لوېدیځ» پایپ‌لاین زیانمن شو.
خو د رویټرز د راپور له مخې، سعودي عربستان هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه پایپ‌لاین شاوخوا نیمایي ظرفیت بېرته فعال کړي. دغه هېواد هم‌مهاله د عمان د صحار بندر ته څېرمه د بېړیو ترمنځ د تېلو د لېږد له لارې اسیایي تصفیه‌خونو ته د خام تېلو د نورو محمولو د رسولو هڅې کوي.
د «فیلیپ‌نوا» شرکت د بازار د لیدلوري برخې مشرې پریانکا ساچدیوا ویلي چې د سعودي عربستان د تېلو د صادراتي ظرفیت د بېرته فعالولو وروستیو هڅو د عرضې په اړه سمدستي اندېښنې کمې کړې دي.
خو رویټرز ته باخبره سرچینو ویلي چې د پایپ‌لاین د بېرته پرانیستل کېدو او عادي حالت ته د تېلو د جریان راګرځېدو د وخت په اړه بېلابېل اټکلونه شته.
دوی ویلي چې د تېلو بیه لا هم له ۱۰۰ ډالرو څخه لوړه ده او بازارونه د عرضې د ښه کېدو د څرګندو نښو په تمه دي.
ساچدیوا ویلي، اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د تېلو فزیکي جریان بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی شي او دا بهیر به څومره وخت ونیسي. د نوموړې په وینا، که په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ په دوامدار ډول ښه شي، ښايي د جیوپولیټیکي اندېښنو له امله د تېلو د بیې د لوړوالي یوه برخه هم بېرته کمه شي.
خو له سیمې څخه د تېلو لېږد لا هم له خطرونو سره مخ دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي سمندري ځواک اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ یې د توګو بیرغ لرونکې یوه تېلو وړونکې بېړۍ هغه مهال په نښه کړې چې غوښتل یې له هرمز تنګي څخه په «غیرقانوني» ډول واوړي. ایراني دولتي رسنیو دغه خبر د جمعې په سهار خپور کړی دی.
له بلې خوا، امریکا او ایران د جون په میاشت کې د موقتي هوکړې له ړنګېدو راهیسې، چې یوازې څو اونۍ یې دوام وکړ، د سولې خبرې نه دي کړي.
ټاکل شوې چې روانه جګړه د راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې هم وڅېړل شي او ایراني پلاوي ته به په دې غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شي.