ژبه

قطر له غزې سره د ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کوي

ویدا قلندري

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۲

Views: ۷

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ملګرو ملتونو سره يې هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې غزې تړانګې ته شاوخوا ۱.۳ میلیون لېتره سون‌توکي ولېږدول شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سون‌توکي به د وړیا مرستې په توګه غزې ته ورکړل شي، څو د روغتیايي خدمتونو او بشري عملیاتو ملاتړ وشي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته به د یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو د دوام او د اساسي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره کړي او شاوخوا ۲.۱ میلیون فلسطینیان چې ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري او معلولیت‌لرونکي کسان هم پکې شامل دي، له هغو روغتیايي خدمتونو برخمن شي چې سون‌توکو ته اړتیا لري.
قطر ویلي چې دغه مرسته په غزه کې د بشري اړتیاوو پوره کولو او د اساسي خدمتونو برابرولو لپاره د دغه هېواد د هڅو یوه برخه ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه، له غزې سره د شاوخوا ۳۰ میلیون لېتره سون‌توکو مرسته کړې ده