ژبه

د خيبر پښتونخوا د کوهاټ يوه جومات کې چاودنه؛ لسګونو کسانو ته مرګ‌زوبله اوښتې ده

عبدالجبار اندړ

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۷

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو دفترونو ته څېرمه یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله يې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن د کوهاټ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې او د پولیسو او ژغورنې ادارې مسوولینو ویلي چې ټپي شوي ډېری کسان لمونځ‌کوونکي دي چې د سیمې یوه روغتون ته انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، چاودنه دومره زوروره وه چې د جومات چت نړېدلی او نږدې دوکانونو او کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی او د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د يادونې ده، تېره ورځ هم د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د سړک غاړې د ماين چاودنې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي وو.