ژبه

نوې هوکړه؛ په ګرینلنډ کې د امریکا پوځي حضور پراخېږي

سهراب سروري

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۵۴

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵) – د راپورونو له مخې، امریکا او ډنمارک د ګرینلنډ په ګډون په دې ټاپو کې د واشنګټن د پوځي حضور د پراخېدو په اړه هوکړې ته رسېدلي؛ یوه امریکایي چارواکي ویلي، د دې هوکړې له مخې به د چین او روسیې په ګډو د ناټو له غړو پرته نورو هېوادونو ته په ګرینلنډ کې د پوځي اډو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د دې هوکړې د ترلاسه کېدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې حکومت به یې په ګرینلنډ کې د امریکا د پوځي حضور د پراخېدو بهیر «سمدستي» پیل کړي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه هوکړه امریکا ته د ګرینلنډ پر امنیت «دایمي کنټرول» ورکوي او د هغه په وینا، د دې ټاپو په اړه د واشنګټن امنیتي اندېښنې له منځه وړي.

خو د ډنمارک د لومړۍ وزیرې مېته فریدریکسن دفتر په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې دغه هوکړه د ډنمارک د پاچاهۍ حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او د ګرینلنډ د خلکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق په رسمیت پېژني.

د همدې اعلامیې له مخې، تمه کېږي چې د ګرینلنډ، ډنمارک او امریکا حکومتونه به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې دغه هوکړه لاسلیک کړي.

د ډنمارک د لومړۍ وزیرې دفتر زیاته کړې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته باید د عملي کېدو لپاره اړین پارلماني مراحل بشپړ شي.

اسوشیټېډ پرېس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې دغه هوکړه به په ګرینلنډ کې د ناټو له غړو پرته د نورو هېوادونو د پوځي اډو جوړول منع کړي او چین او روسیې ته به اجازه ورنه کړي چې په دې ټاپو کې پوځي اډې جوړې کړي.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې د هوکړې له مخې به د امریکا د سیالو هېوادونو پانګونه د ګرینلنډ په ځینو برخو کې محدوده شي.

د ګرینلنډ د حکومت مشر ینس فریدریک نیلسن ویلي چې دغه هوکړه به د ګرینلنډ، د ډنمارک د پاچاهۍ، امریکا او د هغه د لوېدیځو متحدینو امنیت پیاوړی کړي او د ګرینلنډ ګټې به په رسمیت وپېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه هوکړه «تاریخي» بللې او ویلي یې دي چې ګرینلنډ به د شمالي امریکا د ستراتیژیکې دفاعي سیمې برخه پاتې شي او سیال هېوادونه به په دې سیمه کې له پوځي حضور څخه لرې وساتل شي.

امریکا له څو لسیزو راهیسې په ګرینلنډ کې پوځي حضور لري او اوس مهال د دې ټاپو په شمال لوېدیځ کې د «پیټوفیک» فضایي اډه اداره کوي.

د امریکا د فضایي ځواکونو د رسمي معلوماتو له مخې، دغه اډه د توغندیزو بریدونو د خبرتیا، توغندیزې دفاع او فضایي څار په برخو کې فعالیت کوي او د امریکا او متحدینو د ماموریتونو په ملاتړ کې رول لري.

ګرینلنډ د ډنمارک د پاچاهۍ په چوکاټ کې یوه خودمختاره سیمه ده او د کاناډا شمال ختیځ ته موقعیت لري. د دې سیمې لویه برخه په شمالي قطب کې پرته ده او جغرافیایي موقعیت یې د شمالي امریکا د دفاع او د قطبي سیمې د امنیت له پلوه ستراتیژیک اهمیت لري.

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته څو ځله ویلي چې امریکا باید ګرینلنډ تر خپل واک لاندې راولي او تر دې مخکې یې د دې ټاپو د ترلاسه کولو لپاره د پوځي ځواک د کارولو احتمال هم نه و رد کړی.

ډنمارک او ګرینلنډ بیا بیا ټینګار کړی چې ګرینلنډ د پلور لپاره نه دی؛ خو د دواړو خواوو چارواکو ویلي چې له امریکا سره د امنیتي همکاریو د پراخېدو او په دې ټاپو کې د واشنګټن د پوځي حضور د زیاتېدو لپاره چمتو دي.