ژبه

د امریکا او ایران درې‌ساعته خبرې؛ ټرمپ: «ډېرې ښې وې»، تهران خپل شرطونه مطرح کړل

خواجه نصیراحمد صدیقی

۱ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۶

Views: ۷

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د امریکايي او ایراني چارواکو درې‌ساعته خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې ګټورې» بللې دي؛ هممهاله، ایران په دې لیدنه کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره خپل شرطونه امریکايي لوري ته وړاندې کړي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، امریکايي او ایراني چارواکو درې ساعته له یو بل سره خبرې کړې دي. هغه دغه خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې ګټورې» بللې دي.

 د ټرمپ په وینا، د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او جرد کوشنر، چې له ایران سره په مذاکراتو کې یې رول درلود، د سه‌شنبې ورځې په ناسته کې ګډون کړی و. وېټکاف هم دغه خبرې «ډېرې ښې» بللې، خو نور جزییات یې نه دي وړاندې کړي.

ټرمپ ویلي چې یوه بله ناسته به هم «په ډېر نږدې راتلونکي کې» ترسره شي.

هغه په دغو خبرو کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې له ایران سره یوې هوکړې ته د رسېدو امکان شته او ټینګار یې کړی چې ایران باید اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي.

تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې، د ایران له لوري د دې لیدنې لپاره د وېټکاف د غوښتنې د منلو دلیل، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د تهران د شرطونو رسول وو.

په راپور کې راغلي: «په دې لیدنه کې د ایران پرېکنده دریځونه د امریکا استازي ته رسول شوي دي.»

تسنیم زیاته کړې: «د سمندري محاصرې سمدستي ختمول، د ایران د ټولو کنګل شویو شتمنیو سمدستي ورکړه او د مقاومت په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران له شرطونو څخه دي.»

په دغه راپور کې د دغو شرطونو په اړه د امریکايي لوري د غبرګون یا د دې لیدنې د مشخصې پایلې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.