ژبه

کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او زمبابوې پر وړاندې د افغان لوبډلو نوملړونه اعلان کړل

Ahmad sohaib

۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۹:۰۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش او زمبابوې پر وړاندې د راتلونکو ټېسټ، یو ورځنیو او شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان لوبډلو نوملړونه اعلان کړل؛ دغه سیالۍ به د اکټوبر له نهمې د نومبر تر ۱۷مې پورې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې، د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ او د زمبابوې پر وړاندې د شل‌اوریزو او ټېسټ سیالیو لپاره د لوبډلو نوملړونه ټاکلي دي.
د ټېسټ لوبو نوملړ
د بنګله‌دېش او زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبو لپاره رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر او اکرام علي‌خېل مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي دي.
په نوملړ کې اکرام علي‌خېل او افسر ځاځي د ویکټ‌ساتونکو په توګه، صدیق‌الله اتل، عبدالمالک، حشمت‌الله شهیدي، رحمان‌الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، عصمت عالم، قیس احمد، ضیاالرحمن اکبر، خلیل ګربز، محمد سلیم ساپي، ضیاالرحمن شریفي او یمین احمدزي شامل دي.
همدارنګه، بهیر شاه محبوب، نصیر خان معروف‌خېل، بلال سمیع او بشیر احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه نوملړ ته غوره شوي دي.
د یو ورځنیو سیالیو نوملړ
د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر او رحمان‌الله ګربز مرستیال لوبډلمشر ټاکل شوي دي.
په دغه نوملړ کې رحمان‌الله ګربز د ویکټ‌ساتونکي په توګه، اکرام علي‌خېل، ابراهیم ځدراڼ، صدیق‌الله اتل، حشمت‌الله شهیدي، عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي، راشد خان، ننګیالی خان، غضنفر، بلال سمیع، ضیاالرحمن شریفي، فضل‌الحق فاروقي او یمین احمدزي شامل دي.
قیس احمد په دې لوبلړۍ کې د احتیاطي لوبغاړي په توګه نوملړ ته غوره شوی دی.
د شل‌اوریزو سیالیو نوملړ
د زمبابوې پر وړاندې د درې شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
په نوملړ کې رحمان‌الله ګربز او نورالرحمن د ویکټ‌ساتونکو په توګه، صدیق‌الله اتل، اعجاز احمدزي، محمد اکرم، شاهدالله کمال، عظمت‌الله عمرزی، عبدالله تره‌خېل، راشد خان، مجیب‌الرحمن، نور احمد، فضل‌الحق فاروقي، عبدالله احمدزي او فرید احمد ملک شامل دي.
فریدون داودزي، قیس احمد او ننګیالی خان بیا د احتیاطي لوبغاړو په توګه نوملړ ته غوره شوي دي.
د سیالیو مهالوېش
کرکټ بورډ ویلي چې د بنګله‌دېش پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه به د اکټوبر له نهمې تر ۱۳مې نېټې پورې د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
له دې وروسته به د اکټوبر په ۱۷مه د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.
د دې لوبلړۍ تر پای وروسته به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې درې شل‌اوریزې نړیوالې لوبې وکړي؛ لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر په ۲۹مه او درېیمه د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له شل‌اوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.