کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د ایران د تللي پلاوي دوه غړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وتلو د امر له نه عملي کولو وروسته، له دغه هېواده ایستل شوي دي.
امریکايي رسنۍ اکسیوس (Axios) لیکلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې ټول پلاوی دې سمدستي له امریکا ووځي.
د راپور له مخې، دوه ایراني ډیپلوماتان له دغه امر وروسته هم په نیویارک کې پاتې وو. سرچینه زیاتوي چې د جمعې په ورځ د ایران استازولۍ ته بیا وویل شول چې امریکايي چارواکي د دغو دوو کسانو له پاتې کېدو خبر دي او هغوی باید سمدستي ووځي.
په راپور کې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راغلي، له دغو دوو کسانو یو د جمعې په شپه او بل د شنبې په سهار امریکا پرېښې ده.
د ایران غبرګون
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ تر دې مخکې دا رد کړې وه چې ګواکې د ایران پلاوي ته د وتلو امر شوی و.
استازولۍ ویلي وو چې ایراني پلاوی د مخکې ټاکل شوي مهالوېش له مخې د دوشنبې په ماښام له نیویارک څخه وتلی او دغه مهالوېش د سپټمبر په ۱۷مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته هم رسول شوی و.
د ایران استازولۍ ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، «له هېڅ لاسته راوړنې وروسته، د بېبنسټه او بېارزښته خبرونو خپرولو ته مخه کړې ده.»
تر اوسه د هغو دوو ایراني ډیپلوماتانو د وروستي ایستلو په اړه، چې اکسیوس یې تازه راپور ورکړی، د ایران کوم جلا غبرګون نه دی خپور شوی.