کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۵): د یمن حوثیان وایي، د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د ارامکو پر یوه نفتي مرکز د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو برید کړی؛ خو سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویټرز د حوثیانو له قوله راپور ورکړی چې دغه برید د سعودي عربستان له خوا پر صنعا او د یمن پر نورو سیمو د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، په عملیاتو کې بالستیک توغندي او ډرونونه کارول شوي دي.
فرانسپرس هم راپور ورکړی چې د ریاض په جنوب کې د ارامکو په تصفیهخانه کې اور او لوګي لیدل کېدل او د اوروژنې ډلې د اور پر مهارولو بوختې وې؛ امبولانسونه او د پولیسو موټر هم سیمې ته رسېدلي وو.
تر اوسه سعودي چارواکو د حوثیانو د برید ادعا نه ده تایید کړې او ارامکو هم رویټرز ته په دې اړه سمدستي ځواب نه و ویلی.
حوثیانو تېره اوونۍ هم ادعا کړې وه چې د سعودي عربستان په ینبع سیمه کې یې د ارامکو پر تاسیساتو د توغندیو او ډرونونو برید کړی؛ سعودي چارواکو هغه مهال ویلي وو چې شپږ بالستیک توغندي یې شنډ کړي، خو د ارامکو تاسیساتو ته یې د زیان راپور نه و ورکړی.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ نښتې په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا زیاتې شوې او دواړو لورو پر یو بل هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
ارامکو د نړۍ د انرژۍ او کیمیاوي موادو له سترو یوځای شوو شرکتونو څخه دی او د خامو تېلو د تولید د کچې له مخې د نړۍ تر ټولو لوی نفتي شرکت بلل کېږي. د دغه شرکت تاسیسات د سعودي عربستان د تېلو په تولید، تصفیه او لېږد کې مهم رول لري او په فعالیتونو کې یې هر ډول ګډوډي د تېلو پر عرضه او د انرژۍ پر نړیوال بازار اغېز کولی شي.