ژبه

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

احمد صهیب حسرت

۱۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۵۵

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان یا د هغه په ګاونډو هېوادونو کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د مسکو لپاره په هيڅ ډول د منلو نه دي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمني لري او دغه هېواد په بریالیتوب اداره کوي.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه نن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اوزبېکستان استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون لري او د بلاروس او مصر پلاوو هم د مېلمنو په توګه ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دې غونډه کې د افغانستان د پلاوي مشري کوي.

روسي ورځپاڼې «وېډوموستي» راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ویلي: «غواړم یو ځل بیا ټینګار وکړم چې د افغانستان په خاوره کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو نه دي.»

هغه زیاته کړې، دغه اقدام که په هر نوم او هر دلیل وي، د روسیې لپاره د منلو وړ نه دی.

د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو هم د روان کال په مې میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د منلو وړ نه دي.

د راپورونو له مخې، لاوروف دغه‌راز ویلي چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمني لري او دغه هېواد په بریالیتوب سره اداره کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د اسلامي امارت ځواکونه د داعش او نورو وسله‌والو ډلو پر وړاندې په بریالیتوب مبارزه کوي.

هغه دغه‌راز زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی.

هغه زیاته کړې چې د بشري حقونو د ملاتړ په پلمه د لوېدیځو هېوادونو د بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی.