کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۵): افغانستان کې د یوناما مرستیال وایي، هڅه کوي په نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي او زیاتوي چې د «کاپ» او چاپېریال اړوند نورو غونډو کې د افغانستان ګډون مهم دی او افغان پلاوي باید په دغو ناستو کې ګډون وکړي، څو خپلې غوښتنې او ستونزې تر نړۍوالو ورسوي.
د چاپیریالساتنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له مرستیال بروټو لیمرکویس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
سرچینې زیاته کړې ده چې په یاده غونډه کې د چاپېریالي، اقلیمي بدلون ستونزو او ننګونو، د چاپېریال اړوند نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره د زمینې مساعدولو او چاپېریالي پروژو راجلبولو په تړاو خبرې شوې دي.
د چاپېریالساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص ویلي، له بده مرغه افغانستان له ډېرو چاپېریالي ستونزو او ننګونو سره مخ دی؛ د اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو او وچکالۍ له امله عام خلک ډېر زیانمن شوي؛ ځکه اکثره افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
هغه زیاته کړې: «افغانان له بشري ناورین سره مخ دي؛ خو له بده مرغه نړۍوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او په دې برخه کې یې د افغانستان پر حقوقو سترګې پټې کړې او مالي ملاتړ یې نه کوي؛ په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍوالو چاپېریالي کنوانسیونونو رسمي غړیتوب هم لري.»
نوموړي د یوناما له مسوولینو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان چاپېریالي ستونزو او د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو د زیانونو په هکله نړۍوال خبر کړي او هڅه وکړي چې په دې برخو کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې یوناما باید په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د ګډون لپاره زمینه مساعده کړي، څو د افغان ولس واقعي ستونزې او غوښتنې تر نړۍوالو ورسول شي.
هغه دغهراز غوښتنه کړې چې یوناما دې د تخنیکي او ظرفیت لوړونې برخو کې د دې ادارې ملاتړ وکړي.
سرچینې لیکلي، د یوناما مرستیال بروټو لیمرکویس په خپلو خبرو کې وویل: «موږ له تاسو سره یو او کوښښ کوو چې په نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره زمینه مساعده کړو.»
نوموړي ویلي چې د کاپ او نورې چاپېریالي غونډې مهمې دي او افغان پلاوی باید پکې ګډون وکړي؛ څو خپلې غوښتنې تر نړۍوالو ورسوي.
د یوناما مرستیال ژمنه وکړه چې خپلې هڅې به جاري وساتي او د ظرفیت لوړونې برخه کې به د چاپېریالساتنې عمومي ملاتړ وکړي.
د چاپیریالساتنې ادارې ویلي چې د غونډې په پای کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ ټینګار وکړ او هوکړه وشوه چې د همغږۍ د پياوړتیا لپاره یوه کاري کمېټه جوړه شي چې په مشترکه توګه به ګډ کار کوي.