ژبه

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو بریدونه وغندل

احمد صهيب حسرت

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۰

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو وروستي بریدونه غندلي او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي.

دغه وزارت نن (دوشنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو د وروستیو بریدونو له امله ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «پر ریاض او د سعودي عربستان پر نورو هوايي ډګرونو وروستي بریدونه چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، ډېر د خواشینۍ وړ دي. موږ د ملکي وګړو پر ژوند او خوندیتوب هر ډول برید غندو.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د تاوتریخوالي زیاتوالی او د جګړو پراخېدل د ټولې سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

دغه وزارت له ټولو لورو غوښتي چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا پسې کړکېچن کوي او د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکي وګړو د امنیت ټینګښت لپاره اړین ګامونه واخلي.