ژبه

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

ویدا قلندري

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۲:۳۶

Views: ۴

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، افغان او ازبکستاني چارواکو په یوه ګډه ناسته کې د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د پاتې چارو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او د کارونو پر چټکتیا هوکړه کړې او د رامنځته شویو ځنډونو د جبران لپاره یې د مشخص کاري پلان پر جوړولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست پژواک ته وویل چې د دغه شرکت اجرائیوي عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار په تاشکند کې د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او د دغه هېواد له تخنیکي مسوولینو سره لیدلي دي.

د هغه په وینا، په دې ناسته کې د پروژې د مالي تمویل، د پیسو ورکړې، د برېښنا سب‌سټېشنونو د تجهیزاتو تولیدوونکو شرکتونو د معرفي کولو، د تخنیکي طرحو او اسنادو د بشپړولو، د تخنیکي ملاحظاتو او سوداګریزو اسنادو ترمنځ د اختلافاتو د هواري او د پروژې په ساحه کې د درېدلو فعالیتونو د بیا پیل په اړه خبرې شوې دي.

حق‌پرست وایي، د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې چارې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي. هغه د دې پروژې پر ستراتیژیک او اقتصادي ارزښت په ټینګار زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د انرژۍ او برېښنا سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ پراخې، د افغانستان د برېښنا رسولو ظرفیت به لوړ او د هېواد د برېښنا شبکه به پیاوړې شي.

د ده د معلوماتو له مخې، په یاده ناسته کې د پروژې د پاتې چارو د چټکتیا او د رامنځته شویو ځنډونو د جبران لپاره د مشخص او عملي کاري پلان پر جوړولو هم ټینګار شوی دی.

هغه زیاته کړه، دواړو لورو هوکړه کړې چې د شته خنډونو د لرې کولو لپاره ګډې هڅې زیاتې، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې او د پروژې د پلي کېدو بهیر چټک کړي، څو دغه پروژه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې ده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۱۵مه ویلي وو چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ټولیزه پانګونه د برېښنا پروژو عملي چارې پیل شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ازبکستان له سرخان‌دریا ولایت څخه د بغلان ولایت تر مرکز پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول، په بغلان کې د دشت الوان او په کابل کې د ارغندۍ سب‌سټېشنونو پراختیا، له کابل څخه په ننګرهار ولایت کې د شیخ مصري تر سب‌سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د یاد سب‌سټېشن پراختیا شامل دي.