ژبه

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

هجرت‌الله کاکړ

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۰

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي او له ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د لېږد امریت کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.