کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۵): د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو درېاړخیزه سیالیو په لړ کې نن افغان لوبډله له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به نن د افغانستان پر وخت مازدیګر څلور بجې د درېاړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د بنګلهدېش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ لوبه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې اړخیزه لوبلړۍ په متحده عربي امارتو کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کېږي.
د یادونې ده، افغان لوبډلې د دې لوبلړۍ په خپله لومړۍ لوبه کې زمبابوې ته ماته ورکړې.