ژبه

د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له سیرالیون سره لوبه کوي

هجرت‌الله کاکړ

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۰۸:۳۰

۳۳ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د سیرالیون هېواد له لوبډلې سره ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او سیرالیون ترمنځ لوبه به د اذربایجان په کوربه‌توب د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۳:۰۰ بجې ترسره شي.

د فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان لوبډلې د دې لوبې لپاره خپل وروستي تمرینات پرون د روزونکي الیاس‌احمد منوچهر تر لارښوونې لاندې ترسره کړل.

د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړېږي چې موخه یې د ځوانو فوټبالرانو لپاره د نړۍوالو سیالیو د فرصتونو برابرول او د هغوی د استعدادونو وده ده.