کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اسرائیل په پلازمېنه تلابیب ښار کې زرګونو کسانو د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د حکومت پر ضد لاریون ترسره کړی؛ دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل د عمومي ټاکنو ترسره کېدو ته یوازې درې ورځې پاتې دي.
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه لاریون پرون (شنبه) د اکټوبر شورا له خوا ترسره شوی دی.
د راپور له مخې، د اسرائیل د پوځ د پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوت په ګډون د حکومت د څلورو لویو مخالفو ګوندونو مشرانو په دغه لاریون کې ګډون درلود او ایزنکوت ته د لاریونوالو له خوا تود هرکلی وویل شو.
دغه لاریون په داسې حال کې ترسره شوی چې د نظرپوښتنو خپرولو د بندیز له پیلېدو مخکې خپرو شوو سروېګانو ښودله چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال به د دواړو اصلي سیالو ډلو هیڅ یوه د پارلمان اکثریت څوکۍ ترلاسه نه کړي.
د اسرائیل د «کان» عامه شبکې د یوې نظرپوښتنې له مخې، د دغه هېواد د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه به ۵۲ د ایزنکوت ډلې او ۵۰ د نتانیاهو ډلې ته ورسېږي او پاتې څوکۍ به خپلواکو ګوندونه ترلاسه کړي.
د فرانسې خبري اژانس یوه خبریال راپور ورکړی چې زرګونو لاریونوالو د رابین له مرکزي میدان څخه د «یرغمل شوو کسانو» پر لور لاریون وکړ.
۶۸ کلنې هاداس فویراشتاین د لاریون له پیلېدو مخکې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «کوم چا چې په تېرو څلورو کلونو کې زموږ مشري کړې، ډېر بد کارونه یې کړې دي.»
هغې زیاته کړې چې د اسرائیل اوسنی وضعیت بېساری دی.
د لاریون په درشل کې، د اکټوبر شورا امنیتي ځواکونو ته د حکومت د پلویانو له خوا د احتمالي پارونو او ګډوډیو په اړه خبرداری ورکړی و.
د اسرائیل پولیسو د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې په تلابیب کې یې د یوه سیاسي شخصیت پر امنیتي ډلې د برید په تور یو شکمن کس نیولی دی. اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د برید موخه نفتالي بېنېټ، د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر او د یوه مخالف ګوند مشر و.
د راپور په وروستۍ برخه کې راغلي چې د نتانیاهو حکومت د یوه خپلواک کمېسیون له جوړولو ډډه کړې او پر ځای یې د یوه سیاسي کمېسیون جوړولو وړاندیز کړی چې نیم غړي به یې د واکمن ایتلاف او نیم نور به یې د مخالفو استازو له خوا ټاکل کېږي.