ژبه

کینیا کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي

احمد صهیب حسرت

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۰۹:۳۵

۳ کتنې

کابل (پژواک) – د کینیا پولیسو ویلي، د دغه هېواد په سوېل‌ختیځ کې د نایروبي ـ مومباسا پر لویه لار د ماتم‌کوونکو لېږدوونکي یوه بس له باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې په سهار (د اکټوبر ۲۵مه) شاوخوا اووه‌نیمې بجې په کانګا سیمه کې، د متیتو اندي ښار ته نږدې پر هغې لویه لار شوې چې د کینیا پلازمېنه نایروبي له ساحلي ښار مومباسا سره نښلوي.

د راپور له مخې، دغه بس په مومباسا ښار کې د «نړۍوال کلام ځواک» کلیسا اړوند و او سپرلي یې په لوېدیځه کینیا کې د خپل کشیش د جنازې مراسمو کې له ګډون وروسته خپلو کورونو ته لېږدول.

د کینیا روغتیايي چارواکو تایید کړې چې په دې پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

خو د ماکوئني ولایت کمېشنر عبدالله خلیف ویلي، د بس چلوونکي د څو موټرو د اوښتو پر مهال له سمنټو بار هغه لارۍ سره ټکر کړی چې له مقابل لوري راتله.

د کینیا د سړکونو د ترانسپورټ او خوندیتوب ملي ادارې هم خطرناک سبقت اخیستل د دې پېښې یو احتمالي لامل بللی دی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې شاوخوا درې اونۍ مخکې، د اکټوبر په درېیمه، هم پر همدې لویه لار په یوه بله ترافیکي پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي وو.