ژبه

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ؛ د پنځو لوبډلو لوبډلمشران او مرکزي روزونکي اعلان شول

هجرت‌الله کاکړ

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۱

۱ کتنې

کابل (پژواک) ـ د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ (APL) د دویم پړاو سیالیو لپاره د پنځو لوبډلو لوبډلمشران او مرکزي روزونکي اعلان شول چې راشدخان د کندهار، عظمت‌الله عمرزی د کابل، رحمان‌الله ګربز د ننګرهار، رحمت‌شاه د پکتیا او ابراهیم ځدراڼ د بلخ لوبډلو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان غوره لیګ (APL) د ټولو پنځو لوبډلو لوبډلمشران او مرکزي روزونکي په رسمي ډول اعلان شول.

سرچینې لیکلي چې په دغو سیالیو کې راشدخان د کندهار واریرز لوبډلې، عظمت‌الله عمرزی د اکسل یونایټډ کابل، رحمان‌الله ګربز د ننګرهار، رحمت شاه د پکتیا لوبډلې او ابراهیم ځدراڼ به د بلخ لوبډلې لوبډلمشري کوي.

د کرکټ بورډ زیاته کړې، په دغو سیالیو کې راوي بوپارا د کندهار واریرز، شېن مک‌درمټ د اکسل یونایټډ کابل، ټوبي راډفورډ د ننګرهار، اظهر محمود د پکتیا او میکي آرتر د بلخ لوبډلې د مرکزي روزونکو په توګه ټاکل شوي دي.

کرکټ بورډ له دې مخکې ویلي و چې د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستیو کې ترسره شي.

د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شل‌اوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.