ژبه

د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له سوډان او روسیې سره لوبې کوي

هجرت‌الله کاکړ

۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰:۳۱

۱ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې نن له سوډان او روسیې سره لوبې ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او سوډان ترمنځ لوبه به د اذربایجان په کوربه‌توب د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې، د افغان لوبډلې او روسیې ترمنځ لوبه به د شپې په ۹:۱۵ بجې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

دغه راز د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې سیرالیون ته ماتې ورکړه، دویمه لوبه یې د جیبوټي له لوبډلې وګټله او په درېیمه لوبه کې یې له ترکیې څخه ماتې وخوړه.