زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

په افغانستان کې ٨٥ روغتيايي کارکوونکي د کرونا له امله مړه شوي

author avatar
23 Dec 2020 - 16:25
author avatar
23 Dec 2020 - 16:25

کابل (پژواک، ٣ مرغومى ٩٩) : د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا له امله ٨٥  روغتيايي کارکوونکي مړه شوي دي.

د کرونا په اړه د عامې روغتيا وزارت په ځانګړې ويب پاڼه کې د خپرو شويو معلوماتو او ارقامو له امله په هېواد کې د کرونا له پيل راهيسې په ټوليزه توګه شاوخوا ٤٢٠٠ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې کابل، هرات، بلخ او ننګرهار هغه ولايتونه دي چې ډېر روغتيايي کارکوونکي په کې پر کرونا اخته او مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په هرات کې ١٠٣٧ ، په کابل کې ١٠٢٢ ، ننګرهار کې ٤١٩ او په بلخ ولايت کې ٢٥٧ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

په دغه ويب پاڼه کې دغه راز راغلي چې په ميدان وردګو کې ١٤١، تخار کې ١٣٧، کونړ کې ١٢١ ، کندهار کې ٨٢، بادغيس کې ٧٤، پروان کې ٧٤ ، بغلان کې ٧٢، نيمروز کې ٦١، پکتيا کې ٥٥، باميان کې ٥٢ او سمنګان ولايت کې ٤٥ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي وو.

دغه راز په پاتې ولايتونو کې هم له شپږو څخه تر ٤٠ پورې روغتيايي کارکوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر ټولو زيات ٤٢ روغتيايي کارکوونکي دکرونا له امله په کابل کې مړه شوي دي.

دغه راز ١٢ تنه په هرات کې، اته په بلخ کې شپږ په ننګرهار  کې، درې کونړ کې، دوه تخار کې او په ځينو نورو ولايتونو کې يو يو روغتيايي کارکوونکى د کرونا له امله مړ شوى دى.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې ٥١٣٦٠ تنه پر کرونا اخته، ٢١٢٦ تنه مړه او ٣٩٩٢٠ تنه بېرته روغ شوي دي.

Visits: 0

موضوعات مرتبط

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر