زبان

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ګواښ کړى چې که هدفي وژنې ونه درول شي، نو د سولې پروسه ورسره زيانمنيږي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې( فيفا) رييس يوسف رشيد، د څرخي پله د زندان ډاکټران، په کاپيسا کې مدني فعاله، په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ژورنالېستان ووژل شول.

خليلزاد د مرغومي په ٥مه، په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې که دا هدفي وژنې ونه درول شي، نو د افغانستان سولې پروسه ورسره زيانمنېږي.

نوموړي زياته کړې، هغه ترهګر چې ددې بريدونو ترشا لاس لري، بايد حساب ورکولو ته را کش کړل شي.

نوموړي د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د سولې لپاره خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړي.

خليلزاد ويلي چې امريکا ددوى له هڅو ملاتړ کوي.

موضوعات مرتبط