کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې پر یوه ښوونځي – چې د بشري مرستو د وېش د مرکز په توګه ترې ګټه اخیستل کېده – د روسیې په پرلهپسې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه بریدونه پرون د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر، ولادمیر زلنسکي ویلي چې روسي ځواکونو دوه جلا بریدونه ترسره کړي دي.
د ده په خبره، په لومړي برید کې یو ښوونځی، چې د بشري مرستو د رسولو د مرکز په توګه ترې کار اخیستل کېده، په نښه شوی او ورپسې پر یوې بلې ودانۍ دویم برید شوی چې د سیمې اوسېدونکو د خپل ځان ژغورلو لپاره پناه په کې اخیستې وه.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، تر اوسه د دغو بریدونو د ټپیانو شمېر او د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
روسیې تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.










