ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

همدرد: په ډېرو ولايتونو کې نظام شخصي شوی دی

23 Oct 2011 - 13:07
23 Oct 2011 - 13:07

ګردېز (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۹۰): د پکتيا والي جمعه خان همدرد د افغانستان موجوده نظام شخصي او د يوه تنظيم په واک کې وباله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، څو د دغه هېواد په ژغورنه کې مرسته وکړي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه وويل، چې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې نظام شخصي شوی دی، اقتصاد، اردو، پوليس، اربکي ملېشې او هرڅه د يوه قوم او يوه تنظيم په واک کې دي، چې دغه حالت هېواد په لوی لاس د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي او قومي توپيرونه رامنځته کېږي.

نوموړي که څه هم په ښکاره د چا او کومې ډلې نوم وانه خيست خو ويې ويل، چې که د افغانستان ګاونډيان او مخالف وسلوال په دې خاورې کې پر لاسوهنې تورنيږي، نو له دې څخه زيات هغه خلک دغه نظام تخريبوی او دې خاورې ته لوى ګواښ دي، چې اوسمهال په نظام کې دخيل دي.

ده له دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې هېواد له دغه انحصار څخه راوباسي او د هغو ډلو او خلکو مخه ژر تر ژره ونيسي، چې نظام له دننه څخه د پرديو پر لمسون تخريبوي او ستونزې ورته زېږوي.

ده وويل: ((لوی مشکل په نظام کې دننه، د قومي او سمتي تنظيمونو جوړښت دى او بايد په جدي ډول يې مخه ونيول شي، که چېرې يې مخنيوی ونه شي، نو نه به هېواد ته سوله راشي او نه به هم ولسونه يو موټی شي.))

نوموړي پژواک ته وويل، هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي او سوله په کې راتلای شي، چې د شمال يو کس په پکتيا، پکتيکا، مشرقي، هرات، کندهار او داسې نورو ولايتونو کې کار وکړي او د ولسونو پر وړاندې محبوبيت پيدا کړي.

ده وويل: ((په اکثرو ولايتونو کې نظام اوس په يوې ډلې يا يوه تنظيم پورې مربوط دی، چې دا په لوی لاس د دولت او خلکو تر منځ واټن پيدا کوي او ژر ترژره يې بايد مخنيوی وشي.))

هغه دغه وخت د ملي ګوندونو د رامنځته کولو لپاره تر ټولو ښه فرصت وباله او زياته يې کړه، چې نړيواله ټولنه او دولت بايد له همدغه فرصت څخه په استفادې سمتي ډلې ټپلې له منځه يوسي.

همدرد ځيني کسان او ډلې تورنې کړې، چې په لوی لاس د سولې مخه نيسي او هره ورځ په رسنيو کې د سولې پر خلاف چيغې وهي.

ده زياته کړه، چې دغه خلک په جګړه کې خپله ګټه ويني، نو ځکه د سولې مخالف دي او پښتانه له زيان سره مخ دي.

ده وويل: ((په دغه جنګ کې اقتصاد زموږ ځپل کېږي، خلک زموږ قرباني کېږي، مشران او کشران زموږ وژل کېږي.))

د هغه په وينا، دغه خلک جنګ ته پکه (ببوزى) وهي، خو خپله د جګړې سل کيلومترۍ ته هم نه ورنږدې کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((اې کاش چې دغه خلک راغلي وای! په لويه پکتيا، لوی قندهار او په لوی مشرقي کې د مخالفينو پر خلاف جنګېدلي وای، که بيا يې د سولې پر خلاف خبرې کړی وای هم يو څه اورېدونکي به يې لرل.))

د ده په وينا، سوله د سولې د مخالفينو په ګټه هم ده؛ ځکه چې په سوله کې ښايي د دوى هغه شتمنۍ، قدرت او هرڅه نور چې په جنګ کې يې پيدا کړي وساتل شي او که چېرې جنګ دوام وکړي، نو د دوى به هم هرڅه کنګال شي.

ده په وسلوالو طالبانو هم غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يوځای شي او د خپل هېواد په جوړولو کې برخه واخلي.

ده وويل، که چېرې وسلوال طالبان راشي او له ده، د ده څوکۍ هم وغواړي، نو دی به يې ورته د سولې لپاره پرېږدي.

د وسلوالو طالبانو په اړه د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې والي همدرد وويل، د هغوى سمبالوونکی داسې څوک دی، چې خپلو موخو ته له رسېدو وروسته به يې خامخا بهرنيو ځواکونو ته په لاس ورکړي.

ده وويل:((دغه خلک معلوم شوي دي، لکه اسامه غوندې به دې وساتي او بيا به دې مړ يا ژوندی په لاس ورکوي.))

همدرد پژواک ته دا هم وويل، چې د بن کنفرانس بايد په هېواد کې د بدلون لامل شي، نه داسې چې تېرې تېروتنې په کې تکرار او ځينې ډلې بيا هم په دولت کې دولت ته ګواښ پاتې شي.

نوموړي زياته کړه، چې نړيوال کنفرانسونه بايد هېواد ته په مثبت بدلون راوستو کې رول ولوبوي، هسې نه چې نظام څو محدودو داسې کسانو ته په لاس ورکړي، چې د دولت امر ته هم غاړه نه ږدي او سرغړونه کوي.

ده دا هم وويل، چې که چېرې د بن په کنفرانس کې تېرې تېروتنې تکرار او هماغو څېرو ته بيا ځلې واک ورکړل شي، نو دغه هېواد به له يوه بل ناورين سره مخ شي.

 ده وويل: ((بيايې وايم، چې د بن کنفرانس بايد په دولتي چوکاټ کې لوی بدلون راولي.))

دی وايي، په دې کې شک نه شته، چې پر ولسمشر به د هغو خلکو خبرې څه ناڅه اغېز کوي، چې سوله نه غواړي، ځکه چې هغوى د دغه نظام لويه برخه جوړوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version