ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارغنديوال:  له بهرني ملاتړه برخمنې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي

ارغنديوال: له بهرني ملاتړه برخمنې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي

author avatar
6 Mar 2018 - 17:59
ارغنديوال:  له بهرني ملاتړه برخمنې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي
author avatar
6 Mar 2018 - 17:59

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۹۶): د حزب اسلامي مشر وايي چې ځيني بهرني هېوادونه په افغانستان کې د واک د جزيزو جوړولو په لټه کې دي څو په راتلونکي کې وکړی شي چې يو د بل په وسيله کابو کړي.

عبدالهادي ارغنديوال چې نن يې په کابل کې له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې ځينې کورنۍ کړۍ د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ د نظام تخريبولو په لټه کې دي.

نوموړي وويل: "د افغانستان بهرني دښمنان غواړي چې زموږ په هېواد کې يو داسې ځواکمن نظام شتون ونه لري چې د ملي ګټو ملاتړی وي او ځينې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي او دغه کړۍ د بهرنيو دښمنانو په همغږۍ سره پرمخ ځي."

نوموړي زياته کړه، دغه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د واک جزيرې رامنځته کړي څو په راتلونکي کې وکړی شي چې يو د بل په وسيله کابو کړي او د افغانستان سرچينې ترلاسه کړي او نظام ونه توانېږي چې د دوی د غلا او لوټلو مخنيوی وکړي.

د حزب اسلامي مشر د کوم شخص، ډلې او هېواد نوم په ډاګه نه کړ، خو له خلکو يې وغوښتل چې دښمنانو ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی په منځ کې قوم، مذهب، ژبې او توکم د بېلابېلو نومونو په کارولو سره، د دوی په منځ کې اختلاف رامنځته کړي او نظام چې په ډېرو ستونزو سره رامنځته شوی، وپرځوي.

ارغنديوال د خپلو خبرو په دوام وويل چې د بهرنيو هېوادونو يوه مهمه موخه، د افغانستان پر کانونو حاکميت دی او دوی به هېڅکله دې موخې ته ونه رسېږي، کانونه د خلکو ملي پانګه ده او خلک دفاع ترې کوي.

نوموړي وويل چې اوسمهال وضعيت د افغانستان د خلکو په ګټه دی، د افغانستان په اړه د نړيوالې ټولنې ليد لوری بدل شوی دی او دا کار ددې لامل شوی چې ځينې هېوادونه له ترهګرو څخه د ملاتړ له امله، څنګ ته شوي دي او دا کار د افغانستان په ګټه دی.

په دې ناسته کې يو شمېر امنيتي چارواکو هم د خپلو خبرو پرمهال د امنيتي ځواکونو سرښيندنې وستايلې او له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې تر خپل وروستي څاڅکي وينې پورې به د هېواد  او خلکو له عزت او حيثيت څخه دفاع وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.