ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې ٦ وسله وال او يو ملکي وګړى ووژل شول

28 Oct 2011 - 14:29
28 Oct 2011 - 14:29

اسعداباد (پژواک ٦لړم ٩٠): ايساف وايي په کونړ کې يې شپږ وسله وال وژلي او عيني شاهدان وايي د وسله والو طالبانو په ډزو يو ملکي وګړى وژل شوى دى.

 د کونړ امنيه قوماندان عوض محمد نذيري نن (د لړم ٦مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماڼوګي ولسوالۍ د سوندرې سيمه کې، وسله والو طالبانو د جمعه خان په نوم د ننګلام د کلي يو اوسېدونکى په ډزو وژلى او د هغه  ورور ذبيح الله يې  ټپي کړى دى.  

 قوماندان نذيري زياته کړه، چې دغه کسان پرون ماښام د سپرليو په يوه موټر کې خپل کور ته روان وو، چې د سندري په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د دوى پر موټر ډزې وشوې.

 د ننګلام د کلي يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وويل، چې جمعه خان غريب کار و او د يادې شوې ولسوالۍ د بارکنډي په کلي کې يې په يوه کور کې چې نوى جوړېږي، کار کاوه.

 سرچينې زياته کړه، چې دوى پرون ماښام په شاوخوا ٦ بجو د خپل کور پر لور روان وو، چې د سندري په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا د هغوى موټر ودرول شو.

 د ده په خبره، د موټر له درېدو وروسته وسله والو طالبانو هغوى له موټر څخه ښکته کړي او د ږيري د کمولو پر سر يې له سوک څپېړي وروسته ورته د تلو اجازه ورکړې ده؛ خو د ده په وينا، کله چې هغوى د موټر پر لور روان شوي، له شا څخه يې پرې ډزې کړي، چې په پايله کې يې جمعه خان وژل شوى او ورور يې ټپي دى.

 سرچينه کاږي، چې جمعه خان له چا سره شخصي دښمني نه درلوده.

 بل پلو ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده شوې مرګ ژوبله کې د وسله والو طالبانو لاس لرل ردوي او زياتوي، چې ښايي دغو کسانو ته د کورنۍ دښمنۍ له امله مرګ ژوبله اوښتې وي.

 د يو بل خبر له مخې، په ختيځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې په ناړي او اسمار ولسواليو کې يې د هوايي بريدونو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين وژلي دي.

  خبرپاڼه زياتوي، چې دوى د ايساف پر مرکزونو د بريد هوډ درلود.

 د يادي شوې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version