کلات (پژواک ١٨ لړم ٩٠): د زابل امنیتي چارواکي وايي، چې په دوو بېلو پېښو کې اوه تنه له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور نیول شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دى.
د دغه ولایت د شاه جوى ولسوال محمد صدیق نن (د لړم ١۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور دغه کسان د تېرې ورځې په اوږدو کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا د يو لړ عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه عملیات وروسته له هغه د شاه جوى ولسوالۍ د چینو په سیمه کې پیل شول، چې وړمه شپه په یاده سیمه کې یو سيمه ييز پولیس د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.
ولسوال وايي، چې نیول شوي کسان اوس د پولیسو تر پوښتنو لاندې دي.
هغه همدارنګه وویل، چې تېره شپه د شاه جوى په مرکز کې هم یو ملکي وګړى د وسله والو کسانو له خوا په ډزو ټپي شوی دی.
د نوموړي په خبره، ياد کس، چې محمدرحیم نومیږي، په خپل کور کې د وسله والو کسانو له خوا په ډزو ټپي شوى او وروسته بيا د ملي اردو د سرتېرو له خوا روغتون ته وړل شوى دى.
دى وايي، چې پولیسو د برید کوونکو د نیولو په موخه پلټنې پیل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن